اسلام آباد 02 اکتوبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر محمد اور??ګز??ب وئېلي دي په ګرانۍ كښې زمونږ د توقعات نه زيات كم?? راغلے٬ د تل پاتي معاشي استحكام لپاره اصلاحات ضرورت دي٬بينكنګ ??يك??ر ښه والي پلو روان دے٬حكومت به پالېسي فريم ورك وركوي٬بينكنګ ??يك??ر سرمايه كارو ته به آسانۍ وركوي۔په اسلام آباد كښې د پاكستان اكانومي ډيش بورډ پرانستې دستورې ته د وينا كولو په مهال ده ووئيل زمونږ معيشت ښه والي پلو روان دے٬د معاشي پرمختګ لپاره اقدامات كېږي٬د ګرانۍ شرح پرله پسې كمېږي۔ده ووئيل دا زمونږ آخري آئي اېم اېف پروګرام به په هغه صورت وي كله چې مونږ بنيادي اصلاحات وكړو۔ده ووئيل مونږ له به د اصلاحات پلو تلل وي٬مونږ له به ټيكس ټو جي ډي پي شرح زياتول دي٬ده ووئيل زمونږ معيشت چې په كوم ځاے موجود دے٬مونږ له هغه كارولو سره په هېواد كښې معاشي استحكام راوستل دي۔ده ووئيل په ګرانۍ كښې زمونږ د توقعات نه زيات كم?? راغلے٬د دې له امله به زمونږ معيشت د استحكام حالت څخه پرمختګ پلو لاړ شي۔محمد اور??ګز??ب ووئيل د شهباز شريف حكومت د پالېسۍ فريم ورك او په پالېسۍ كښې د تسلسل وركولو په عزم باور لري۔ده ووئيل په هېواد كښې دا مهال چې كوم استحكام راغلے مونږ له به د دې د لارې دا خبره باوري كول وي چې مونږ بنيادي اصلاحات وكړو ځكه چې دا زمونږ د هېواد بنيادي ضرورت دے۔ده ووئيل د پاكستان بينكنګ ??يك??ر ښه والي پلو د روانېدو زېرے د هېواد معيشت لپاره مثبت پېشرفت دے۔د حكومت د پالېسي فريم ورك وركولو عزم او بينكنګ ??يك??ر سرمايه كارو ته آسانۍ وركولو لوظ دواړه په ګډه معاشي پرمختګ او مالياتي استحكام كښې مهم كردار ادا كولې شي۔ده ووئيل بينكنګ ??يك??ر كښې د ښه والي مطلب دا دے چې د سرمايه كارۍ په موقعو كښې اضافه اوشي٬وړوكې او مينځنۍ درجې كاروبار(SMEs) ته مالي مرسته ترلاسه شي او عامو وګړو لپاره هم تر بينكارۍ خذمات رسنه آسانه شي۔سرمايه كاري آسانه او محفوظ جوړولو لپاره به كاروباري ماحول ښه كول و??۔ق??انين آسان او سرمايه كار دوسته پالېسۍ نافذ كول د بهرني سرمايه كارۍ لپاره لار هوارولې شي۔دا اصلاحات د اوږدې مودې معاشي استحكام لپاره بنيادي حېثيت لري او د هېواد پرمختګ لپاره لازمي دې۔
Nguồn bài viết : Sòng bạc lớn nhất thế giới